تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

org_admin
Wed, Aug 06 2025 5:04 PM
...........


د زمري ۱۴مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د هرات، کندهار، نیمروز، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته ئې په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي.
په نیول سویو توکو کي (۱۱۸۴۰) کیلو ګرامه انساني او زراعتي طبي درمل، (۴۸۹۵) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۲۵۷۵) کیلو ګرامه ملایي، (۱۰۷۸) کیلو ګرامه رخت، (۱۳۲۰) کیلو ګرامه مۍ/ ماش، (۶۲۵) کیلو ګرامه خام نخود، (۳۰۰) کیلو ګرامه پلاسټیک، (۳۲۴) کیلو ګرامه بیسکوټ، (۳۶۰) کیلو ګرامه کیچپ، (۲۰۴) کیلو ګرامه خوراکي پوډر، (۱۶۲) کیلو ګرامه د چلم مېوه، (۱۴۴) کیلو ګرامه تمباکو، (۹۹۰) کیلو ګرامه پنیر او (۴۰) کیلو ګرامه نوې البسه شامله ده.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي ګرځنده څارنه کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS