د مرکزي زون مستوفیت د ۵۰ تنو نویو ګمارل سویو کارکونکو له پاره په اماراتي ادارو کي د کابردۍ مدیریت روزنیز پروګرام ترسره سو!

syllab_admin
Sun, Aug 03 2025 1:31 PM
..........

د زمري ۱۱مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د مرکزي زون د مستوفیانو ۵۰ تنو نویو ګمارل سویو کارکوونکو له پاره په اماراتي په ادارو کي د کاربردۍ مدیریت روزنیز پروګرام ترسره کړ.
په همدې مناسبت جوړه سوې غونده کي، چي د دغه وزارت د اداري معنیت د کنفرانسونو په تالار کي جوړه سوې وه، اداري معین مولوي دوست محمد مخلص، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالهادي سیف الخالد او د استخدام آمر مفتي نیاز محمد منصور پکښې ګډون کړی وو.
د استخدام آمر په خپله پرانیستې وينا کي وویل، چي دا پروګرام ستاسو د وړتیا لوړولو له پاره جوړ سوی دئ.  په دې پروګرام کي، تاسو به په عملي توګه کارونه زده کوئ. عملي کارونه تاسو ته اجازه درکوي، چي د مفاهیمو ژوره پوهه ولرئ او د اصلي دندو ترسره کولو له پاره اړین مهارتونه زده کړئ، چي ستاسو سره به د دندو په ترسره کولو کي مرسته وکړي.
اداري معین په خپلو خبرو کي وویل، "د خپلو مسلکي مهارتونو د پراختیا له پاره له تر لاسه سوي فرصت څخه ګټه پورته کړئ. د غوره خدماتو وړاندي کولو له پاره د مسلکي پوهي او مهارتونو ترلاسه کول د ادارې له خورا اړینو اړتیاوو څخه دئ. نوموړي یادونه وکړه چې هر هغه څه، چي زده کوئ، نورو ته ئې هم انتقال کړئ. 
د دعوت او ارشاد رئیس وویل، "د خپلو آمرینو څخه اطاعت وکړئ او په خپلو دندو کي غفلت مه کوئ. الهی فرامین تطبیق کړئ او د حلالي روزۍ تر لاسه کولو له پاره هڅه وکړئ. له خلکو سره ښه چلند وکړئ او خپل ځانونه د اسلام د پیغمبر له سنتو سره سم برابر کړئ.
د یادوني وړ ده، چي دا روزنیز پروګرام به (۱۰) ورځي دوام وکړي، چي په کښې به پلان جوړونه،ګزارش لیکل، مکتوب لیکل، استعلام او وړاندیز لیکنه، خبري او اړیکي، د بشري سرچینو مدیریت، ستراتیژیک مدیریت او نور مهم او اړوند موضوعات ګډونوالو ته تشرېح او روزنه ورکړل سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS