د مالي او حسابي برخي روزنیز پروګرام فارغانو ته ستاینلیکونه او تصدیق پاڼي ورکړل سوې!

org_admin
Mon, Jul 28 2025 2:04 PM
........


د زمري ۶ مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د خزاینو لوی ریاست د بودیجوي واحدونو مالي او حسابي مسئولینو ته چي د مالي او حسابي برخي له روزنیز پروګرام څخه فارغ سوي ول، د یو لړ مراسمو په ترڅ کي تصدیق پاڼي او ستاینلیکونه ورکړل سول.
په دې مراسمو کي د مالیې وزارت مالي معین حاجي عبدالقدیر احمد، د خزاینو لوی رئیس نصرت الله محمود، د بودیجې لوی ریاست اجرائیوي رئیس حبیب الله حبیب سباوون، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالهادي سیف الخالد او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون کړی وو.
د خزاینو لوی رئیس د روزنیز پروګرام د اهدافو او لاسته راوړنو په اړه خبري وکړې او زیاته ئې کړه، چي د بودیجوي واحدونو په مالي برخو کي له ډېرو ستونزو سره مخ وو او د دې ستونزو د حل له پاره څو پروګرامونه په لاره واچول سول. الحمد لله، دا پروګرامونه ګټور او مثبت ول او ستونزي او نیمګړتیاوي ئې حل سوي دي.
د مالیې وزارت مالي معین په خپله وینا کي وویل، چي د ټولو چارو له پاره علم او پوهه اړینه ده. د علم او پوهي سربېره، اسلام په عملي مهارتونو هم ټینګار کوي ځکه، چي مسلکي مهارتونه خلکو ته دا وړتیا ورکوي، چي خپلي ټولني ته خدمت وکړي او د هغوی اړتیاوي پوره کړي. یوازي په دې پروګرام قناعت مه کوئ؛ بلکي خپل مهارتونه له هري ممکني لاري لوړ کړئ.
د ملي بودیجې لوی ریاست اجرائیوي رئیس په خپله وینا کي وویل، چي مالي سيکټور، د هر اقتصادي نظام د اصلي ستنو په توګه، په اقتصادي پرمختګ، ثبات او وده کي مهم رول لوبوي. هغه څه چي تاسو زده کړي د ضایعاتو د مخنیوي او روڼتیا د رامنځته کېدو په موخه ئې له خپلو همکارانو سره شریک کړئ.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او حسابي رئیس د روزنیز پروګرام د ګډونوالو په استازیتوب د ذکر سوي پروګرام له جوړوونکو څخه مننه وکړه او زیاته ئې کړه، چي موږ د (۱۵) ورځو په اوږدو کي ډېر څه زده کړل، چي د مالي چارو د نظم او روڼتیا رامنځته کولو له پاره اړین دي. هغه د داسي پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.
د مراسمو په پای کي، د بودیجوي واحدونو جوړوونکو او مالي او حسابي مسئولینو ته چي دا روزنیز پروګرام ئې په بریالیتوب سره بشپړ کړی وو، ستاینلیکونه او تصدیق پاڼي ورکړل سوې.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS