د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د دغه وزارت د مسئولینو له پاره د همغږۍ غونډه ترسره کړه!

org_admin
Mon, Jul 28 2025 10:51 AM
............


د زمري ۵ مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د (۲۳/۰۵/۱۴۴۶) نېټې او (۳۵۴/۲۶۲۴) فرمان او د دعوت او ارشاد پلاوي د لسمي غونډي د پرېکړي پر بنسټ، د دې وزارت د مرکزي ریاستونو د اداري او اجرائیوي مدیرانو او آمرینو له پاره د "راز ساتني" په تړاو اصلاحي غونډه وکړه.
په دې غونډه کي د استخباراتو لوی ریاست د دعوت او ارشاد رئیس مفتي محمود الحسن عزیزي، د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالهادي سیف الخالد، د دعوت او ارشاد ریاست د ولایتي او مرکزي اداراو د همغږۍ آمر مولوي وصیف احمد احمدي او یو شمیر مسئولینو ګډون کړی وو.
د دعوت او ارشاد ریاست د ولایتي او مرکزي ادارو د همغږۍ آمر په دې غونډه کي وویل، چي د دې غونډي د ترسره کولو موخه د امانت په توګه د رازونو ساتل، له غفلت څخه ډډه کول او د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پلي کول دي، هغه وویل، چي د راز له ساتلو سره خپلمنځي باور زیاتېږي او اداري خطرونه را کمېږي.
د استخباراتو د لوی ریاست د دعوت او او ارشاد رئیس په خپله وینا کي وویل، چي د رازونو ساتل د حکومتولۍ یو له اساسي اصولو او تر ټولو مهمو اخلاقي فضایلو څخه ګڼل کېږي. د دولتي رازونو ساتل د ملي امنیت، د عمومی باور زیاتولو، له فساد څخه د مخنیوي، د قوانینو مراعتول او د حکومت په اعتبار ساتلو کي مرسته کوي. د راز پاشل د منفي لاسوهني او اداري ګډوډۍ له پاره لاره هواروي. د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرمان پر بنسټ، رازونه باید وساتل سي او د دې نظام د بقا له پاره په اخلاص سره خدمت وکړو.
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس له ګډونوالو څخه مننه وکړه او د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان په پلي کولو کي ئې د هغوی د لا زیاتي همکارۍ غوښتنه وکړه.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS