د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د همغږۍ ناسته وسوه!

org_admin
Wed, Jul 16 2025 2:47 PM
.............


د چنګاښ ۲۵مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معين الحاج مفتي عبدالمتين سعيد په مشرۍ د دغه معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د (۱۴۰۴هـ.ل) کال د همغږۍ څلورمه ناسته د یاد معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
په دې ناسته کي، چي د اړوندو ریاستونو مسئولینو ګډون کړی وو، په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو معین مسئولینو ته د چارو د لا ښه والي په موخه اړیني سپارښتني وکړې.
ورپسې د تېري ناستي د پرېکړو په اړه ټاکل سویو کمېټو د خپلو اجراآتو راپور وړاندي کړ، چي تر هر اړخیز بحث وروسته د رهبري له لوري لازم هدایات ورته وسول.
همدارنګه په دې ناسته کي د پخوانیو مصارفاتي، مالیاتي او ګمرکي باقیاتو د حصول پر څرنګوالي، د صنعتي فابریکو پر واردېدونکو خامو موادو د (۲) سلني انتفاعي مالیې، د سوداګریزو شرکتونو د (۱۱۰) سلني د تضمین پیسې، چي په امانتي بانکي حساب کي پاتي دي او د خپلو جوازونو تصفیې ته نه حاضرېږي او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وسوې او په اړه ئې لازم تصمیمونه ونیول سول.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په موخه دا ناستي جوړېږي، چي ورته ناستي به په راتلوونکي کي هم دوام ولري.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS