د ګمرکونو او عوایدو معین د هیواد یو شمېر ولایتونو ته سفر وکړ!

د چنګاښ ۲۳مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د یوه پلاوي په مشرۍ، چي د ګمرکونو لوی رئیس او د عوایدو لوی ریاست مرستیال ئې ملتیا کوله، د هیواد شمالي ولایتونو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کي؛ جوزجان، فاریاب، سرپل، بدخشان، تخار او کندوز ته سفر وکړ او هلته ئې له ولایتي مسئولینو سره وکتل.
د ګمرکونو او عوایدو معین او مل پلاوي ئې د جوزجان، بدخشان او تخار ولایتونو له والیانو او مستوفیانو سره پر ليدنو سربېره، د فاریاب ګمرک له رئیس د دې ولایت له مسئولینو، د سرپل له مستوفي او د کندوز ولایت له والي، مستوفي او د ګمرک له سرپرست رئیس سره هم په جلا توګه وکتل.
ښاغلي سعید د یادو ولایتي برخو مسئولینو ته په پوره صداقت او ایماندارۍ سره د اړوندو چارو د ترسره کولو، پر وخت د مراجعینو ستونزو ته د رسېدو، د ولایتي ادارو ترمنځ په اړوندو چارو کي د اړیني همغږۍ رامنځته کولو، په شفاف ډول د عوایدو د راټولولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو لازمي سپارښتني وکړې.
نوموړي د ولایتي مسئولینو ستونزي هم واورېدې او دغو ستونزو ته د اصولي رسېدو ډاډ ئې ورکړ.