د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو ته سفر وکړ!

org_admin
Mon, Jul 07 2025 3:50 PM
..........


د چنګاښ ۱۶مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئيس الحاج ملا عبدالهادي ابرار په مشرۍ پلاوي پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو ته سفر وکړ، چي د مستوفیتونو د چارو د ارزوني ترڅنګ ئې له مسئولینو سره هم په جلا توګه وکتل.
دغه پلاوي په دې کتنه کي د پلټني د ارزښت، مؤثریت او اهمیت په اړه له مسئولینو سره خپل نظر شریک کړ او دوی ته ئې وویل، چي د مالیې وزارت رهبري د مستوفیتونو او ګمرکونو په چارو کي روڼتیا او اصلاحاتو راوستو ته ژمنه ده، چي دا کار د لوی ریاست او اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ په پایله کي شونی دئ. دوی د تېرو پلټنو په لړ کي د پلټونکو له لوري د ورکړل سویو سپارښتنو د تطبیق څرنګوالی تعقیب کړ او له مسئولینو ئې وغوښتل، چي د چارو د سمون په موخه د پلټني سپارښتني په ټاکلي موده کي تطبیق او راپور ئې له دې ریاست سره شریک کړي.
تللي پلاوي په پای کي د هغوی کاري راپورونه ولیدل، ستونزي او غوښتني ئې واورېدې او د مالیې وزارت له مشرتابه سره د ستونزو شریکولو او حلولو د ډاډ ترڅنګ ئې له دوی  څخه د تېر په څېر د همکارۍ او ریښتیني کار غوښتنه وکړه.
د یادوني وړ ده، چي پورته ادارو د وروستیو پلټنو ډېری سپارښتني تطبیق کړي او هیله ده، چي پاتي سپارښتني به هم ژر تر ژره پلي کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS