تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي قاچاقي توکي نیول سوي دي!

د غبرګولي۱۳مه۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته ئې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۶۶۹۵) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۲۱۶۶) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۱۷۳۸۰) کیلو ګرامه مالګه، (۳۴۱۰) کیلو ګرامه تشي بوجۍ، (۹۲۳) کیلو ګرامه نوې البسه او (۱۸۰) کیلو ګرامه شامپو شامله ده.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي ګرځنده څارنه کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.