د بهرنۍ پلټني شرکتونو او د مسلکي زده کړو ښوونیزو بنسټونو ته د فعالیت جوازونه ورکول سول!

org_admin
Mon, Jun 02 2025 2:38 PM
.............


د غبرګولي۱۲مه۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د خزاینو لوی ریاست اړوند د افغانستان د مسلکي محاسبینو اداره (CPA) چي د مسلکي محاسبینو د روزني، په دغه برخه کي د جواز ورکولو او د محاسبوي معیارونو د عملي کولو چاري ترسره کوي؛ د لومړي ځل له پاره ئې د بهرنۍ پلټني یو شمېر شرکتونو او د مسلکي زده کړو ښوونیزو بنسټونو ته د غړیتوب او فعالیت جوازونه ورکړل.
په همدې موخه جوړه سوې غونډه کي د مالیې وزارت د پالیسۍ معین انجنیر سلطان محمد زبیر، د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیر، د مسلکي محاسبینو ادارې مسئولینو او د بهرنۍ پلټني شرکتونو او د مسلکي زده کړو ښوونیزو بنسټونو استازو ګډون کړی وو.
د مالیې وزارت د پالیسۍ معین وویل، چي د مسلکي محاسبینو ادارې سره ثبت د پلټني شرکتونو او د مسلکي زده کړو ښوونیز بنسټونه به د خلکو او حکومت ترمنځ د باور کچي په لوړلو کي مهم رول ولوبوي او د مالي چارو د بشپړي روڼتیا تضمین به وړاندي کړي.
د مسلکي محاسبینو د ادارې سرپرست د دې ادارې د فعالیتونو په تړاو معلومات ورکړل او زیاته ئې کړه، چي مسلکي محاسبینو ته د فعالیت جواز ورکولو موخه د هیواد په مالي چارو کي د بشپړي روڼتیا رامنځته کول، د فساد له منځه وړل او مسلکي محاسبې ته وده ورکول دي.
د غونډي په پای کي د بهرنۍ پلټني (۱۷) شرکتونو او د مسلکي زده کړو (۶) ښوونیزو بنسټونو ته د غړیتوب او فعالیت جوازونه ورکړل سول، چي دا به د رڼې مالي پلټني، مالي روڼتیا رامنځته کولو، د فساد او ملي عوایدو له تېښتي څخه د مخنیوي او د مسلکي محاسبې د منل سویو معیارونو د تطبیق په برخو کي مثبتي پایلي ولري.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS