د مسلم سوداګریز مرکز د جوړولو پروژې له پاره د آفر ګشایي ناسته وسوه!

org_admin
Sat, Apr 26 2025 3:21 PM
.............


د غويي ۶مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو لوی ریاست د مسلم سوداګریز مارکېټ، چي د (۱۰) نمبر دوکان په نوم پېژندل کېږي او د کابل ښار (۱۱) ناحیې د لېسه مریم په سیمه کي موقعیت لري، د جوړولو او پانګوني په موخه ناسته د داوطلبانو په ګډون، د دې وزارت په خیبر تالار کي وسوه.
په دې ناسته کي (۲۵) داوطلبو شرکتونو، چي د هيواد په اقتصادي پراختیا او وده کي د پانګوني غوښتونکي ول برخه اخیستې وه.
دا سوداګریز مارکېټ به د ځمکپوړ په ګډون په اتو پوړونو کي، چي مساحت ئې (۲۳۲) متره مربع دئ جوړ او د هيوادوالو له پاره به کاري فرصتونه هم برابر کړي.
د یادولو وړ ده،  چي د تحلیل او ارزوني کمېټې له خوا له بیاکتني وروسته به وړاندیز سوې طرحه د وروستۍ پرېکړي او ګټونکي شرکت د اعلانولو له پاره د ریاست الوزراء معاونیت ته وړاندي سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS