!تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

org_admin
Mon, Mar 10 2025 2:52 PM
.........


د کب ۲۰مه ۱۴۰۳هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار، فراه، هرات، بلخ او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته ئې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۴۷۷۴) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۱۵،۶) ټنه مالګه، (۱۲۴۸) کیلو ګرامه خام نخود، (۲۱۳۶) کیلو ګرامه انساني او زراعتي درمل، (۱۲۹۴) کیلو ګرامه بيسکوټ، (۲۲۵۰) کیلو ګرامه مالټې، (۱۰۲۰) کیلو ګرامه د لوښو وینځلو مایع، (۷۷۹) کیلو ګرامه بېلابېل ډوله انرژي، (۷۵۶) کیلو ګرامه مکروني، (۲۷۶) لېټره د روح افزا شربت، (۱۹۰) کیلو ګرامه رُب، (۱۱۰) کیلو ګرامه لوبیا، (۱۲۰) کیلو ګرامه شامپو او (۹۶) کیلو ګرامه ملایي شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي ګرځنده څارني کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS