د ولایتي مستوفیتونو او ګمرکونو ۱۲۲ تنه کارکوونکو ته جوړ سوی روزنیز پروګرامونه پای ته ورسېد!

org_admin
Sat, Mar 01 2025 12:31 PM
...........

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له کلني تدریسي پلان سره سم، د مستوفیتونو د مالیه ورکونکو خدمتونو برخي (۴۰) تنه کارکوونکو او د نیمروز ګمرک (۸۲) تنه کارکوونکو ته د ګمرکونو او عوایدو په ملي اکاډمۍ کي د «مسلکي کولو» تر سرلیک لاندي (۱۶) ورځینی روزنیز پروګرامونه د یو لړ مراسمو په ترڅ کي د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېدل.
په دغه پروګرام کي د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال انجینر خان محمد ذاکر، د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مولوي وسیم احمد احمدي، د عوایدو او ګمرکونو د ملي اکاډمۍ آمر بلال احمد احدي او د یاد آمریت ښوونکو ګډون کړی وو.
د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال وویل، چي کارکوونکي باید له دې روزنیز پروګرام څخه ترلاسه سوي زده‌ کړي په خپلو ورځینو چارو کي په غوره بڼه پلي کړي او د خپلو ښوونکو او مشرانو له اوامرو څخه بشپړ اطاعت وکړي.
د دعوت او ارشاد ریاست مدرس په خپلو خبرو کي وویل، چي ټول کارکوونکي باید د نېکو اخلاقو څخه برخمن او خپل سیرت او صورت په شریعت برابر کړي، سربېره پر دې خپلي چاري په پوره ایماندارۍ ترسره او له ولس سره نېک چلند وکړي.
د یادوني وړ ده، چي په دغه روزنیز پروګرام کي د مستوفیتونو د مالیه ورکوونکو خدمتونو برخي کارکوونکو ته د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ آمریت د مسلکي ښوونکو له لوري مالیاتي قوانین، طرزالعملونه، مالیاتي محاسبات، مالیاتي اظهارلیکونه او د سیسټمونو برخي تدریس سوې دي او د نیمروز ګمرک کارکوونکو ته د تعرفې، بیي ټاکني، لابراتور، ګمرکي قوانینو او اسیکوډا سیسټم په برخه کي روزنه ورکړل سوه.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS