د مالیې وزیر کونړ ولایت ته سفر وکړ!

org_admin
Sun, Feb 09 2025 11:13 AM
.............


د سلواغې ۲۱مه ١٤٠٣هـ.ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند، د خپلو رسمي ولایتي سفرونو په لړ کي، د دغه وزارت د مالي او اداري سلاکار او د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ د رئیس په ملتیا کونړ ولایت ته سفر وکړ.
نوموړي، د دغه سفر په لړ کي د کونړ ولایت له مستوفیت او هلته د ملي بانک او نوي کابل بانک د ولایتي څانګو له چارو څخه د ليدني پرمهال؛ د عوایدو راټولولو بهیر، په لګښتونو کي د سپما اصل په نظر کي نیول او د بانکي خدمتونو چاري له نږدې وارزولې او د چارو د لا ښه والي په موخه ئې مسئولینو ته لازمي سپارښتني وکړې.
د مالیې وزیر او مل پلاوي د ولایتي مسئولینو پرمختګونه وستایل او د هغوی ستونزي ئې هم واورېدې، چي سته ستونزو ته د رسېدو په موخه د اصولي اجراآتو بشپړ ډاډ ورکړل سو.
د یادولو ده، چي د کونړ ولایت مستوفیت په روان مالي کال کي د غیر ضروري لګښتونو مخنیوی کړی دئ او ټاکل سوی عوایدي هدف ئې له پلان سره سم، په ښه ډول ترلاسه کېږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS