د اداري معینیت د ریاستونو تر منځ د مؤثریت، ښه والي او همغږۍ په موخه نوبتي ناسته وسوه!

org_admin
Tue, Jan 28 2025 3:08 PM
..........

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ د اداري معینیت د ریاستونو ترمنځ د مؤثریت، ښه والي او همغږۍ رامنځته کولو په موخه د رهبرۍ پلاوي ناسته وسوه، چي یو شمېر رئیسانو ګډون پکښې کړی وو.
لومړی د تېري ناستي لنډ راپور وړاندي سو، ورپسې پر ټاکلي وخت د اجراآتو د راپور وړاندي کولو، په هره میاشت کي د رهبرۍ پلاوي د ناستي ترسره کولو، د دولتي املاکو له پاره د یوه سیسټم جوړولو او د مالیې وزارت له نورو سیسټمونو سره ئې په نښلولو، د اوبو د ټانکرونو نصبولو، د تدارکاتي پروسو ښه کولو، د نساجي فابریکې د قرارداد تمدید او د دغي فابریکې د ستونزو د دایمي حل لارو په موخه د طرحي جوړولو، د مراجعینو د غوره اړیکو د تنظیم او کارکوونکو د کاري مودې په موخه د یوه میکانیزم پر جوړولو بحث او اړیني پرېکړي وسوې.
د اداري معینیت ریاستونو ذکر سويو موضوعاتو ته د رسېدو په موخه ډاډ ورکړ او یو ځل بیا ئې له مالیې وزارت سره په خپله همکارۍ، ملاتړ او پر وخت او اغېزمنه توګه د خدمتونو په وړاندي کولو ټینګار وکړ.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS