تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته کچه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

org_admin
Wed, Jan 01 2025 2:29 PM
............

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته کچه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه ئې افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۱۴۹۲۷) کیلو ګرامه ګوړه، (۶۹۷۹) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۵۴۵۰) کیلو ګرامه مالګه، (۲۰۷۹) کیلو ګرامه درمل، (۱۲۰۰) کیلو ګرامه کینو، (۱۴۸۸) کیلو ګرامه خام نخود، (۳۰۶) کیلو ګرامه د خیاطۍ د ماشین تېل او (۲۶۵) کیلو ګرامه پاکټي شیدې شاملي دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
همدا شان د هرات ګمرک کارکوونکو په دوو جلا محمولو کي (۱۶۱،۵) کیلو ګرامه زعفران، چي په ډېر مهارت سره ځای پر ځای سوي ول او د ابو نصر فراهي ګمرک کارکوونکو (۸) پایې لویي او (۸) پایې وړې مخابرې نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه ئې له ایران هیواد څخه افغانستان ته راوړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS