د مالیې وزارت په اداري ناسته کي د اداري سیسټمونو پر لا پیاوړتیا خبري وسوې!

org_admin
Wed, Nov 20 2024 10:49 AM
.............

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ د دغه وزارت اداري ناسته د بېلابېلو برخو د رئیسانو په ګډون ترسره سوه.
د مالیې وزارت اداري معین د ناستي په پیل کي د ښکېلو ریاستونو د مثبتو کړنو ستاینه وکړه او په چارو کي د لا ښه والي او پرمختګ په موخه ئې له مسئولینو سره اصلاحي لارښووني شریکي کړې.
په دغه ناسته کي د چارو د لا ښه والي په موخه د لا ډېرو اسانتیاوو پر رامنځته کولو، اداري سیسټمونو ته د لا پراختیا په ورکولو، د چارو د لا اغېزمنتوب په موخه د اړوندو ریاستونو ترمنځ د ښې همغږۍ پر زیاتېدو او د تېر کال د نیمګړتیاوو پر اصلاح بحثونه وسول او د ځينو موضوعاتو په تړاو لازمي پرېکړي وسوې.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت په هره اداري ناسته کي د دغه وزارت د بېلابېلو ریاستونو د چارو ارزونه، د نیمګړتیاوو پر بشپړولو او ستونزو ته د حل لارو پر موندلو بحث کېږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS