د ګرځنده څارني کارکوونکو د تل په څېر یو ځل بیا په زیاته کچه قاچاقي توکي نیولي!

org_admin
Tue, Nov 19 2024 3:38 PM
........

د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د فراه، کندهار، نیمروز، هلمند، هرات او ننګرهار په ولایتونو کي په زیاته کچه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه ئې افغانستان ته راوړي.
په دې نیول سویو توکو کي (۱۳۴۲۷) کیلو ګرامه مالګه، (۱۱۷۴۴) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۴۳۸۴) کیلو ګرامه طبي درمل، (۲۷۵۱) کیلو ګرامه رُب، (۳۵۵۰) کیلو ګرامه ککاو، (۲۹۶۶) کیلو ګرامه ګوړه، (۱۵۴۰) کیلو ګرامه مکروني، (۱۱۶۵) کیلو ګرامه یو وار مصرف لوښي، (۹۲۴) کیلو ګرامه شامپو، (۱۱۵۰) کیلو ګرامه تمباکو، (۱۰۸۸) کیلو ګرامه پاکټي شیدې، (۵۱۳) کیلو ګرامه کریم، (۴۲۳) کیلو ګرامه د قیلون مواد، (۳۱۸) کیلو ګرامه قهوه، (۴۷۵) کیلو ګرامه لوبیا، (۳۵) کیلو ګرامه تار او (۳۵) عرادې موټرسایکلونه شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS