د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي د (۷۴،۷) میلیونه افغانیو په ارزښت د هنګرونو جوړولو پروژه پیل سوه!

syllab_admin
Thu, Nov 07 2024 10:04 AM
............

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د یوه د پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کي د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي د (۷۴،۷) میلیونه افغانیو په ارزښت د څلور بابه هنګرونو د جوړولو پروژې پرانيسته وکړه.
د دې پروژې په پرانيستغونډه کي، چي ولایتي مسئولینو هم ګډون کړی وو، د ګمرکونو او عوایدو معین وویل، چي د مالیې وزارت تل هڅه کوي، چي سوداګرو ته لازمي اسانتیاوي برابري کړي؛ نو ځکه ئې په همدې موخه په ګمرکونو کي ګڼي پروژې پلي کړي دي او په راتلونکي مالي کال کي به نوري ګټوري پراختیایي پروژې هم پلي کړي.
د یادوني وړ ده، چي د یادي پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي او چاري به ئې تر راتلونکو لسو میاشتو پوري بشپړي سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS