د مالیې وزارت د مرکزي ریاستونو کارکوونکو لپاره د مدیریت د اساساتو روزنیز پروگرام جوړ سو!

syllab_admin
Mon, Oct 14 2024 2:46 PM
.........


د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د دغه وزارت د مرکزي ریاستونو کارکوونکو ته د مدیریت د اساساتو په تړاو روزنیز پروگرام جوړ کړ.
په دغه ناسته کي، چي په همدې موخه خیبر د غونډو په سالون کې جوړه سوې وه، د بشري سرچینو رئيس مولوي احمدشاه شاکر، د دعوت او ارشاد رياست مدرس شيخ الحديث مولوي محمد مبين اميني او د دغه وزارت يو شمېر نورو مسئولينو برخه اخيستي وه.
د بشري سرچینو رئیس د دغه پروگرام په پرانیستي وینا کي وویل، چي دغه روزنیز پروگرام ستاسي د وړتیا لوړولو په موخه جوړ سوی دئ، ترڅو د بست له تقاضا او لایحو سره سم خپلې دندې پرمخ یوسئ؛ نو له دغه پروگرام څخه پوره گټه پورته او هغه ستونزي او وېري، چې د دندې پر مهال ورسره مخ کېږئ، له دې لاري حل کړئ.
د دعوت او ارشاد رياست مدرس وويل، چي دا ډول پروگرامونه په ریښتیا هم د اسلامي نظام لپاره د ارزښت وړ دي، ځکه، چي په فکر جوړونه او حکومت جوړونه کي مهم رول لوبوي، د حکومت او د اسلامي ثقافت د حکومتولۍ، پیاوړي بنسټ او د دوست او دوښمن پېژندلو برخه کې اړین دی، له دغه پروگرام څخه په گټه اخیستني سره کوښښ وکړئ، چې اسلامي نظام لا پیاوړی کړئ.
د دغه روزنیز پروگرام پرانیستغونډه د خیر په دعایې پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده، چي دغه پروگرام به (۱۰) ورځي وغځېږي، چي په ترڅ کي به ئې د مجربو ښوونکو او متخصصینو له لوري د مدیریت اساسات (پلان جوړونه، سازماندهۍ، گمارني، فرماندهۍ، کنټرول) او نور اړوند مسایل گډونوالو ته تشرېح سي.
\

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS