د روان مالي کال په دوهمه ربعه کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۸) سلنه پرمختګ کړی دئ!

syllab_admin
Sun, Oct 13 2024 11:58 AM
............

د روان (۱۴۰۳) هـ.ل کال په دوهمه ربعه کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته، د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ پر لیکه او حضوري بڼه جوړه سوه.
په دغه ناسته کي د روان (۱۴۰۳) هـ.ل کال په دوهمه ربعه کي په ګمرکونو کي د تر سره سويو فعالیتونو ټولیز راپور وړاندي سو؛ په یاده موده کي د عوایدو د راټولېدو، د هیواد په ګمرکونو کي د تر سره سوي سوداګرۍ، د وارداتي توکو د ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت سوي وزن په اړه بشپړ معلومات وړاندي سول، چي له مخي ئې د تېر کال د همدې مودې په پرتله، د ګمرکونو چاري (۱۸) سلنه مثبتي وښودل سوې.
د وړاندي سوي راپور په تړاو هر اړخیز تخنیکي بحثونه وسول او د چارو د لا پرمختګ په موخه د ولایتي ګمرکونو د مسئولینو ستونزي او وړاندیزونه واورېدل سول، چي د ګمرکونو د رهبرۍ له لوري د ستونزو د حل ډاډ ورکړل سو او ور سره اړیني سپارښتني هم شریکي سوې.
په دغه ناسته کي همداراز، د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو د سوداګرۍ هر اړخیز تحلیل وسو، چي له مخې ئې د تېر کال د همدې مودې په پرتله، هیواد ته د سوداګریزو توکو واردات (۳۲) سلنه زیات سوي دي

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS