له ۱۴ وزارتونو او امارتي ادارو سره د عوایدو د تحلیل او ارزوني په تړاو ناسته وسوه!

syllab_admin
Tue, Sep 24 2024 3:51 PM
.........

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د حمایوي مرستیال مولوي منصور الحق ذاکر په مشرۍ د (۱۴) وزارتونو او امارتي ادارو له استازو سره د غیر مالیاتي عوایدو د تحلیل او ارزوني په تړاو ناسته وسوه.
په دغه ناسته کي د یادو وزارتونو او ادارو د عوایدو د را ټولولو بهیر په هر اړخیز ډول و ارزول سو او د یادو ادارو له پاره د ټاکل سوي عوایدي هدف وضعیت ته کتنه وسوه.
همداراز د ملي عوایدو پر شفاف راټولولو، د غیر مالیاتي عوایدو د سرچینو پر زیاتولو، پر ولس باندي د مالیاتي بوج کمولو او په ټوله کي د مالیاتي پروسي د ښه تطبیق په اړه بحثونه وسول او ټینګار وسو، چي مالیاتي ادارې دي د عوایدو د را ټولولو پر مهال له ولس سره په پوره شفقت او مهربانۍ سره چلند وکړي.
په پای کي د وزارتونو او ادارو له پاره د احتمالي عوایدي کسر د مخنیوي په موخه لازمي سپارښتني وسوې او غوره عوایدي فرصتونه ورته په ګوته سول؛ تر څو ټاکل سوي عوایدي هدف ته په ښه ډول ورسېږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS