د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته کچه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

syllab_admin
Thu, Aug 29 2024 1:21 PM
...........


د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکو د فعالو هڅو په پایله کي تېره اوونۍ د نیمروز، فراه، کندهار، هرات او ننګرهار ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته کچه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه ئې افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۱۲۴۲۵) کیلو ګرامه مالګه، (۷۵۶۸) کیلو ګرامه رُب، (۲۵۱۰) کیلو ګرامه خوراکي غوړي، (۱۱۲۸) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۶۲۵) کیلو ګرامه انساني او حیواني درمل، (۶۲۰) لېټره زراعتي درمل، (۵۷۰) کیلو ګرامه ککاو، (۱۶۵) کارټنه تاریخ تېر جوسونه، (۳۶۰) کیلو ګرامه لوبیا، (۳۷۲) کیلو ګرامه شامپو او (۵۰۴) کیلو ګرامه مۍ (ماش) شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو په موخه اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي دوامداره فعالیت کوي او هیچا ته اجازه نه ور کوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS