د کندهار په ګمرک کي د (۵۰۰۰) کیلو ګرامه انساني طبي درملو له قاچاق څخه مخنیوی وسو!

syllab_admin
Thu, Aug 08 2024 1:44 PM
............

د کندهار ګمرک کارکوونکو په یوې وارداتي سوداګریزه محموله کي، چي پرچون توکي پکښې بار ول د (۵۰۰۰) کیلو ګرامه په اندازه انساني طبي درمل په ډېر مهارت سره ځای پر ځای سوي ول، له قاچاق څخه مخنیوی وکړ.
همدا شان د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د ننګرهار، نیمروز، کندهار او هرات ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې ګڼ شمېر قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه ئې افغانستان ته راوړي.
په دې نیول سویو توکو کي (۱۸۵۵) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۴۳۶۸) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۸۵۰۵) کیلو ګرامه روميان، (۴۷۳) کیلو ګرامه غوړي، (۴۲۰) کیلو ګرامه شیریني باب، (۲۲۰) کارټنه د قیلون ذایقه او (۱۰) کارټنه پروټین شامل دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS