د مالیې وزیر د ازبکستان هیواد له یو شمېر پانګوالو سره وکتل!

syllab_admin
Tue, Jul 02 2024 9:08 AM
................



د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند په خپل کاري دفتر کي د ازبکستان هیواد له یو شمېر پانګوالو سره وکتل
د مالیې وزیر په پیل کي د ازبکستان هیواد څخه راغلیو پانګوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، چي په هیواد کي د پانګوني له پاره اړین فرصتونه برابر دي؛ فساد له منځه وړل سوی او بشپړ امنیت ټینګ سوی دئ، چي ټول کورني او بهرني پانګوال له دې فرصت څخه په ګټي اخیستني سره په ډاډه زړه په مختلفو برخو کي پانګونه کولای سي.
ازبکستاني پانګوالو په افغانستان کي د معدنونو، صنعت، برېښنا او د سیسټمونو د عصري کولو په برخو کي د پانګوني لېوالتیا وښوده او د پانګوني له پاره ئې د اړینو همکاریو غوښتنه وکړه.
د مالیې وزیر په افغانستان کي د ازبکستاني پانګوالو د پانګوني له لیوالتیا څخه مننه وکړه او دوی ته ئې په یادو برخو کي د پانګوني له پاره د لازمي همکارۍ او اړینو اصولي اسانتیاوو برابرولو بشپړ ډاډ ورکړ.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS