د فراه، کندهار، پکتیکا او هرات په ولایتونو کي یو شمېر قاچاقي توکي نیول سوي دي!

syllab_admin
Tue, Jun 11 2024 3:09 PM
............

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني ځیرکو کارکوونکو تېره اوونۍ د فراه، کندهار، پکتیکا او هرات ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي یو شمېر قاچاقي توکي کشف او نیولي دي.
په نیول سوو توکو کي (۶۵۷۶) کیلو ګرامه رُب، (۲۶۵۰) کیلو ګرامه لوبیا، (۲۳۰۰) کیلو ګرامه چاکلېټ، شپږ عرادې موټرسایکلونه، (۳۹۰) کیلو ګرامه لواشک، (۷۳۳) کیلو ګرامه شامپو، (۱۲۰) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۱۹۴) کیلو ګرامه مکروني، (۳۸۰) کارټنه بيسکوټ او (۳۰) کارټنه کیچپ شامل دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه ئې هیواد ته راوړي.
په دې تړاو نیول سوي تورن کسان د نورو اجراآتو په موخه اړوندو ارګانونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني ویښ کارکوونکي په ټول هیواد کي د قاچاقي او ممنوعه توکو له وړلو او را وړلو څخه په کلکه مخنیوی کوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS