د ۱۴۰۳ مالي کال عوایدي موخي ته د رسېدلو پر څرنګوالي بحث وسو!

syllab_admin
Sat, Jun 01 2024 3:13 PM
..........

 

د ماليې وزارت د عوایدو د لوی رئیس مولوي حافظ شاه حسین حسیني په مشرۍ جوړه سوې غونډه کي، چي د یاد ریاست مرستیالانو هم ګډون درلود؛ د عالیقدر امیر المؤمنین (حفظه الله) له لوري اصنافو ته د رامنځته سوي مالیاتي معافیت او تخفیف د ښه تطبیق او د (۱۴۰۳) مالي کال عوایدي هدف ته رسېدلو پر څرنګوالي بحثونه وسول.

د عوایدو لوی رئیس ښاغلي مولوي حافظ شاه حسین حسیني وویل، چي ټول کارکوونکي باید په خپلو کارونو کي د پوره اخلاص څخه کار واخلي او هر کله، چي په کارونو کي اخلاص وي؛ نو پرته له شکه پرمختګونه او لاسته راوړني به مو په برخه کېږي.

ښاغلي حسیني ټینګار وکړ، چي کارکوونکي باید د پوره اطاعت په فضا کي چاري مخته یوسي او خپلي ګټوري او نېکي مشورې له یو بل سره شریکي کړي؛ تر څو ګډ هدف، چي ولس او نظام ته خدمت کول دي، هغه په ښه ډول ترلاسه سي.

په دغه غونډه کي د اصنافو (کسبګرو او دوکاندارنو) د نوي مالیاتي معافیت او تخفیف په تړاو او همدارنګه د روان کال د عوایدي هدف د بشپړولو په موخه، له اړوندو مسؤلینوسره اړیني لارښووني او سپارښتني شریکي سوې.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS