د عوایدو او ګمرکونو لویو ریاستونو ۴۰ تنو کارکوونکو ته د انګلیسي ژبي ابتدايي رونیز پروګرام جوړ سو!

syllab_admin
Sun, May 26 2024 5:11 PM
...............


د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د عوایدو او ګمرکونو د لویو ریاستونو ۴۰ تنو کارکوونکو ته د انګلیسي ژبي ابتدايي روزنیز پروګرام جوړ کړ.
په دې ناسته کي، چي د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر حاجي ادريس، د عوايدو لوی رئیس حافظ شاه حسين حسيني، د ګمرکونو لوی رئيس مفتي عبدالمتين سعيد د بشري سرچینو رئیس مولوي احمد شاه شاکر او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر د دغه پروګرام په پرانیستې وینا کي وویل، چي دغه ډول روزنیز پروګرامونه د ادارې له پاره د ظرفیت لوړولو او د چارو د لا ښه والي، د کاري بهیر د چټکتیا او د غوره خدمتونو وړاندي کولو په برخه کي اړین دي. د انګلیسي ژبي زده‌کړه یو له دغو مهمو پروګرامونو څخه ګڼل کېږي؛ نو له دې پروګرام څخه د خپل ظرفیت لوړولو د کارونو اغېزمنتیا، اسانتیا رامنځته کولو او خلکو ته د غوره خدمت وړاندي کولو لپاره ګټه پورته کړئ.
د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر حاجي ادريس په خپلو خبرو کي وويل، چي په حکومتولۍ کي ديني او عصري علوم دواړه اړین دي. له دې پروګرام څخه د خپلي وړتیا لوړولو لپاره پوره ګټه پورته کړئ او هغه څه چي زده کوئ تر نورو ئې هم ورسوئ.
د عوايدو لوی رئيس حافظ شاه حسين حسيني وويل، چي د ښې حکومتدارۍ لپاره لوړپوړي او ټيټ پوړي مسؤلین دواړه مسؤلیت لري، د لوړ پوړو اشخاصو په توګه، د مالیې وزارت مشرتابه سیسټم ته د مخلصو او ژمنو کسانو په ګومارلو او د هغوی د ظرفیت لوړولو په موخه د روزنیزو پروګرامونو په جوړولو سره خپل مسؤلیت ادا کړی دئ. اوس ستاسو وار دئ، چي د پوهي ترلاسه کولو، خپلو مهارتونو ته د ودي ورکولو او غوره خدمتونو په وړاندي کولو سره خپل مسؤلیت ترسره کړئ.
د ګمرکونو عمومي رئيس مفتي عبدالمتين سعيد وويل، چي د دغه نظام دښمنان هڅه کوي، چي له هري ممکني لاري د دې نظام پر سياست، فرهنګ او اقتصاد بريد وکړي. تاسو باید د خپل پوهاوي او مسلکي پوهي په لوړولو سره د دوی پلان شنډ کړئ. زده کړه او ستاسو د پوهاوي لوړول باید په دې پروګرامونو پوري محدود نه وي؛ بلکي تاسو باید تل په بېلابېلو لارو زده کړه وکړئ او سیسټم پیاوړی کړئ.
ناسته د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS