د روان کال عوایدي هدف ته د رسېدو په موخه د عوایدو لوی ریاست رهبري پلاوي ناسته وکړه!

syllab_admin
Mon, May 06 2024 3:22 PM
...............

 

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د ۱۴۰۳ هـ.ل کال د رهبرۍ پلاوي یوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي تر سره سوه.

په دغه ناسته کي، چي د عوایدو لوی ریاست رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني په مشرۍ ترسره سوه، د یاد ریاست عملیاتي مرستیال حافظ خلیل احمد، د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستیال عبدالولي نوري، د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس مولوي نداء محمد صدیقي، د عوایدو د تحقیق، پلان او نظارت رئیس مفتي عبدالغفار سلیم، د عوایدو د بررسۍ رئیس انجینر خان محمد ذاکر، د عوایدو د سيسټم رئیس محمد جلال احمدزي؛ د غیر مالیاتي عوایدو رئیس امان الله امین او آمرینو ګډون کړی وو.

په یاده ناسته کي پر یو لړ مهمو موضوعاتو باندي بحث وسو، چي له هغې جملې څخه د (۱۴۰۳هـ.ل) مالي کال د عوایدو هدف ته د رسېدو د څرنګوالي پر راپور، د مالیاتي محاسبینو د اتمي دورې په انلاین ډول ازمویني اخیستو او مالیاتي سیسټمونو لپاره د طرزالعملونو، پالیسۍ او رهنمودونو جوړولو باندي بحث و سو.

د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني د عوایدو لوی ریاست د ټولو رئیسانو د کارونو د ستاینې او قدردانۍ ترڅنګ دوی ته د کارونو د لا ښه والي په موخه یو لړ مهمي او لازمي سپارښتني وکړې .

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS