د تشخيصيه نمبر مرکزي آمريت د (۱۴۰۲) مالي کال لاسته راوړني!

syllab_admin
Wed, Apr 03 2024 12:22 PM
...............

د عوايدو لوی رياست د ښې رهبرۍ او سالم مديريت په مټ د تشخيصيه نمبر مرکزي آمريت د تېر(۱۴۰۲) مالي کال په اوږدو کي د پخوا په پرتله بيا ځلي خپل عادي حالت ته راګرځېدلی او اوسمهال ئې ټول فعاليتونه په شفافيت، اسانۍ او چټکۍ سره مخته روان دي.
دغه آمریت مراجعينو ته چټک خدمات وړاندي کوي، د نارينه او ښځينه کارکوونکو او مراجعينو لپاره ئې بېلي څانګي او د تشخيصيې نمبر په اخيستلو کي معیاري پروسه رامنځته کړې ده.
دغه مرکز په ټول هيواد کي د تشخيصيه نمبر اخیستلو په موخه (۵۰۲۳۹۷) غوښتنليکونه ترلاسه کړي، چي د مرکزي دفتر لخوا له پلټني وروسته تائيد او د اړوند دفتر لخوا ورته وېشل سوي دي او په سلګونو تکراري (ټي آی اين) نمبرونه ئې پيدا او حذف کړي دي، چي له دې ارقامو څخه ئې (۴۴۰۴۳۷) غوښتنليکونه نوي، (۶۱۹۶۰) ئې مخکني او (۷۶۴۰۵) ئې د مرکزي دفتر لخوا ورته رسېدلي دي.
همداشان دغه مرکز (۴۳۷۳) جلده مکتوبونه او (۶۲۰) جلده استعلامونه بېلابېلو ادارو ته استولي دي او (۴۳۷۳) بنسټونه (شرکتونه، مؤسسې، ټولني،علمي مرکزونه، بنسټونه، يوټيوب چينلونه او نور...) ئې د سيګتاس په سيسټم کي ثبت کړي دي.
په پايله کي ټول هغه نهادونه، چي مالياتي وجايب او تصفيې ئې سرته نه وي رسولي، اړ کړي دي، چي خپل مالياتي مکلفيت بشپړ او باقيات تصفیه کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS