د بې اسناده موټرسایکلونو د ثبت او محصول په تړاو د ګمرکونو لوی ریاست خبرتیا!

syllab_admin
Wed, Mar 20 2024 1:16 PM
..............

د مالیې وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام په منظورۍ په هیواد کي د جنایي جرمونو د مخنیوي او د بې اسناده موټرسایکلونو مالکینو ته د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د بې اسناده موټر سایکلونو د ثبت او ګمرکي محصول پروسه پیل سوه.
د دې پرېکړي له مخي د بې اسناده موټرسایکلونو مالکین مکلف دي، چي ترتیب سوې فورمه کمپیوټري ډکه او دوه کسان د تضمین کوونکي په توګه، چي کم تر کمه یو ئې برېښنایي تذکره ولري معرفي کړي.
اوس مهال د هیواد په کچه بې اسناده موټرسایکلونو ته د ګرځېدو اجازه نه ورکول کېږي، د ګمرکونو لوی ریاست د یادو موټر سایکلونو له مالکینو څخه په درنښت غوښتنه کوي، چي له دې فرصت څخه ګټه واخلي او د خپلو موټر سایکلونو لپاره قانوني سندونه تر لاسه کړي.
د بې اسناده موټر سایکلونو د ثبت او محصول ترتیب سوې فورمه له لاندي لینک څخه تر لاسه کولای سئ.
لینک: https://customs.mof.gov.af/file_download/205/د+بې+اسنادو+موټرسایکلونو+فورمه،+وروستۍ.docx

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS