د مالیې وزارت له لوري د تېري ادارې څخه پر نظام د پاتي پورونو د ورکړي لړۍ روانه ده!

syllab_admin
Thu, Mar 14 2024 11:32 AM
..................

د افغانستان اسلامي امارت له پرېکړي سره سم له تېري ادارې څخه پر دولتي ادارو د یو شمېر قراردادي شرکتونو، حکمي او حقیقي اشخاصو د پاتي طلباتو، تضمیناتو او تأمیناتو د پروسې له پیلولو را وروسته،  تر اوسه پوري د (۳۰) ادارو طلبات، تضمینات او تأمینات تثبیت او تائید سوي دي.
د (۳۰) تثبیت سوو ادارو له ډلي څخه، چي کومو ادارو د خپلو حوالو راپور له مالیې وزارت سره شریک کړی وو، له تطبیقاتو وروسته ئې د طلباتو لس سلنه برخه ورکول سوې ده او د پاتي نورو ادارو د طلباتو، تضمیناتو او تأمیناتو پر تثبیت او تطبیقاتو کار روان دئ.
اوسمهال د ادارو د طلباتو، تضمیناتو او تأمیناتو د تثبیت او اجرا‌ء پروسه په نورمال ډول روانه ده او هغه ادارې، چي تثبیت سوي دي، له مالیې وزارت سره د خپلو حوالو د راپور له شریکولو وروسته ئې د طلباتو، تضمیناتو او تأمیناتو لس سلنه برخه ورکول کېږي.
د یادوني وړ ده، چي تثبیت سوي ادارې په لومړي سر کي د اړوندو حوالو راپور ترتیبوي او له مالیې وزارت سره ئې شریکوي، چي د مالیې وزارت له لوري د حوالو د تطبیقاتو وروسته ئې لس سلنه برخه ورکول کېږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS