مالیې وزارت د نويو ګومارل سوو کارکوونکو لپاره نږدې ۵۰ روزنیز پروګرامونه جوړ کړي

syllab_admin
Tue, Mar 12 2024 1:25 PM
..............

د مالیې وزارت فعالیتونه د هیواد د یوه کلیدي او مسلکي وزارت په توګه په ملي کچه له خورا ارزښت څخه برخمن دي، له همدې کبله د دغه وزارت اړوند په ټولو ادارو کي د اشخاصو ګومارني؛ وړتیا، رښتینولۍ او مسلکیتوب ته په کتو د ازادو سیالیو له لاري ترسره کېږي او تر څنګ ئې نويو ګومارل سوو کارکوونکو ته، په اړوندو برخو کي د چارو د ښه پرمخ وړلو په موخه ګټور روزنیز پروګرامونه هم جوړ کړي.
د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست له لوري په (۱۴۰۲هـ.ل) مالي کال کي د دغه وزارت په بېلابېلو بستونو کي نويو ګومارل سوو کارکوونکو ته د مجربو ټرینرانو له خوا (په مالي، تدارکاتي، پرعایداتو د مالیاتو د قانون، د سيګټاس سیسټم، د عوایدو د کړنلارو، تخنیکي، مدیریتي، د رهبرۍ او مسلکیتوب) برخو کي ګټور نظري او عملي روزنیز سیمینارونه جوړ سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د بشري سرچینو ریاست له لوري نويو ګومارل سوو کسانو ته د روزنو دغه لړۍ روانه ده او په راتلونکي کال کي به همدا لړۍ په نويو مېتودونو سره مخته ولاړه سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS