د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!

admin_mof
Sun, Jan 28 2024 4:05 PM
...........


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له همدې کبله په لاندنيو شرایطو برابر کسان کولای سي؛ چي په ټاکلې موده کي په برېښنايي (انلاین) ډول نوم لیکنه وکړي:
• په اقتصاد، محاسبه ( ACCA، CPA)، عامه اداره او پالیسي، حقوق، اداره او تجارت کي د اسنادو په کتو حد اقل د لسانس تر کچي د لوړو زدکړو درلودونکي وي.
•  د امارت رسمي او برحال اداري کارکوونکی نه وي.
• د محکمې له خوا د مجرم په توګه نه وي پېژندل سوی.
• شخص به بل شخصي شرکت نه لري؛ ترڅو د منافعو د تضاد مخنیوي سوی وي.
• که چیري شخص د مالیې وزارت په مربوطاتو کي دنده ترسره کړې وي، حد اقل ئې درې کاله له انفصال او انفکاک څخه تېر سوي وي.
یادونه: مالیاتي محاسبین د امارت رسمي کارکوونکي نه دي او نه هم د امارت له خوا معاش ورکول کېږي؛ بلکي دوی د عوایدو لوی ریاست له لوري په ازموینه کي تر بریالي کېدو ورسته د (12000) افغانیو فیس په ورکړي سره د درو کلو لپاره کاري جواز ترلاسه کوي او د جواز په واسطه د شرکتونو او کمپنیو سره قرارداد کوي، دوی د شرکتونو او کمپنیو مالیاتي چاري مخ ته وړي؛ چي شرکتونه او کمپنۍ د کار په مقابل کي دوی ته حق الزحمه او یا هم ټاکلی فیس ورکوي.
پر شرایطو برابر کسان کولای سي د لاندي لینک له لاري په برېښنايي يا انلاين ډول نومليکنه وکړي.
https://docs.google.com/forms/d/1Iu2M27en0dESMJuJH4a4nDhB2-q5caTG5IXkkQMxLaw/edit

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS