د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ پلاوي د هرات او تخار ولایت له مستوفیتونو څخه لیدنه وکړه!

admin_mof
Mon, Jan 22 2024 10:58 AM
............


د عوایدو لوی رئیس الحاج شېر محمد مشفق د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس مولوي نداء محمد صدیقي او ورسره مل پلاوي د مستوفیتونو د ارزوني او څارني په لړ کي د هرات ولایت مستوفیت څخه لیدنه وکړه. په دغه لیدنه کي، چي د هرات ولایت مستوفي مفتي کفایت الله (حقاني) هم حضور درلود، د عوایدو لوی رئیس الحاج شېر محمد مشفق په خپلو خبرو کي د هرات ولایت د رهبرۍ او کارکوونکو د فعالیتونو قدردانی وکړ او زیاته ئې کړه، دا ستاسو هڅي دي، چي لله الحمد دوه کاله کېږي موږ د خپلي داخلي بودیجې څخه استفاده کوو او ولس ستاسو د دې هڅو قدردانی کوي.
همدا شان بیا د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال ښاغلي حافظ شاه حسین حسیني د تخار ولایت له مستوفیت څخه لیدنه وکړه او په دغه لیدنه کي ئې د تخار ولایت مستوفي او کارکوونکو د فعالیتونو د قدرداني تر څنګ د دوی د فعالیتونو ارزونه هم ترسره کړه .
د یادوني وړده، چي د عوایدو لوی ریاست د رئيس په مشرۍ او یو شمېر رئیسانو په ګډون یو درې کسیز پلاوی ټاکل سوی؛ تر څو د هیواد د ولایتونو د مستوفیتونو فعالیتونه او پرمختګونه و ارزوي او د کارکوونکو ستونزي او وړاندیزونه له نږدې واوري.

.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS