د نيمروز ګمرک کارکوونکو ته يو مياشتنی روزنيز پروګرام پيل سو!

admin_mof
Tue, Jan 09 2024 2:32 PM
.............

د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ له لوري دا ځل د ساحوي زده کړه یيزو پروګرامونو په لړ کښي د نيمروز ګمرک کارکوونکو ته د دغه ګمرک په رياست کښي يو مياشتنی روزنيز پروګرام پيل سو.
د یاد پروګرام د پيل په ناسته کي د نيمروز ګمرک رئيس ښاغلی ملا عبدالحکيم شمس الحق، د ګمرک عملياتي او تخنيکي آمرينو، د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ ښوونکو او د ګمرک نورو کارکوونکو هم ګډون کړی وو.
نوموړی پروګرام، چي يوه مياشت به دوام وکړي، د اکاډمۍ د استادانو له لوري د ګمرکونو قانون او اړوندو کړنلارو، ټرانزيټ، تعرفې، بيه ټاکني، ګمرکي تخلفاتو، د مالونو تر ترخيص وروسته پلټنه، ګودامداري، اسيکوډا سيسټم او نورو اړوندو مختلفو برخو کښي به په نظري او عملي بڼه روزنه ورکړل سي.
د يادوني وړ ده، چي ورته روزنيز پروګرام د هرات ولايت تورغونډۍ، اسلام کلا او مرکزي محصولي ګمرک د کارکوونکو له پاره هم د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ له لوري جريان لري.

.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS