د کندهار ګمرک په پارکینګ او اړوندو سیمو کي د جغل اچولو پروژه پیل سوه!

admin_mof
Mon, Jan 08 2024 5:09 PM
............

 

د مالیې وزارت سرپرست الحاج  ملا محمد ناصر اخوند د کندهار ګمرک په پارکینګ او اړوندو سیمو کي د جغل اچوني پروژې د پیل په غونډ کي ګډون وکړ او د (۲۵.۷) میلیونه افغانیو په ارزښت د دغي پروژې پرانیستنه ئې وکړه.
په دغو مراسمو کي د کندهار د والي مرستیال ښاغلي حیات الله مبارک، د کندهار د ګمرک رئیس او د یو شمېر سیمه ییزو ادارو مسؤلینو ګډون کړی وو.
په دې پروژه کي به د کندهار ګمرک اړوند (۳۰) جریبه سیمه کي جغل اچونه وسي، چي د دې چاري په ترسره کېدو سره به په یاد ګمرک کي د بار وړونکو موټرونو د تګ - راتګ او د سوداګریزو مالونو د تشرېح په برخه کي د سوداګرو او موټر چلوونکو لپاره اسانتیاوي رامنځته سي.
د یادې پروژې بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي، چي چاري به ئې تر راتلونکو دریو میاشتو پوري بشپړي سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS