د ګمرکونو لوی رئیس هرات ولایت ته سفر وکړ!

admin_mof
Thu, Dec 21 2023 2:36 PM
عکس

د ګمرکونو لوی رئیس هرات ولایت ته سفر وکړ

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید، چي د تخنیکي پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته تللی، د والي شیخ الحدیث مولانا نور احمد اسلام جار په شتون کي ئې د هرات ولایت له یو شمېر سوداګرو او صنعتکارانو سره وکتل.
په دې لیدنو کي، چي د ګمرکونو لوی ریاست د قانون د تنفیذ رئیس ښاغلي محمد ابراهیم خلیل، د نوموړي ملتیا کوله د ګمرک رئیس هم ګډون درلود. په پیل کي د یاد ولایت سوداګرو او صنعتکارانو په خپل وار سره په بازارونو کي د سالم رقابت او د صنعتي فابریکو د ملاتړ په موخه د قاچاقي توکو د مخنیوي، د پاکستان لاس موټرو په واردولو باندي بندیز، د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي د سوداګریزو توکو د طی مراحلو، د هرات ګمرک د کاري مودې زیاتولو او په کور دننه تولیدېدونکو توکو د تعرفې د لوړېدو په برخو کي خپلي ستونزي او وړاندیزونه د ګمرکونو له لوی رئیس سره شریک کړل.
د ګمرکونو لوی رئیس د دوی د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، چي د ګمرکونو لوی ریاست د هیواد په کچه د قاچاقي توکو د مخنیوي لپاره ټول اړین تدابیر نیولي دي، چي یوازي د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کي شاوخوا (۹۴) زره ټنه قاچاقي توکي نیول سوي دي. نوموړي د سوداګرو او صنعتکارانو د ځینو ستونزو د حل لپاره د هرات ګمرک مسؤلینو ته لازم هدایات وکړل او دوی ته ئې ډاډ ورکړ، چي پاته ستونزو ته به ئې هم شته امکاناتو ته په کتو ژر رسېدنه وسي.
د ګمرکونو لوی رئیس په دې سفر کي د هرات محصولي او اسلام کلا  سرحدي ګمرک چاري له نږدې و ارزولې او په کاري برخه کي ئې د کارکوونکو د ستونزو اورېدو تر څنګ د چارو د لا ښه والي لپاره د یاد ګمرک مسؤلینو او کارکوونکو ته لازم هدایات هم وکړل.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS