د مالیې وزارت د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې څخه ۱۰۰ تنه ساتونکي فارغ سول!

admin_mof
Thu, Dec 21 2023 2:22 PM
عکس

 

د مالیې وزارت د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې (۱۰۰) تنه ساتونکي د څلورمي (عقیدتي، حقوقي، مسلکي، نظامي او ګمرکي) روزنیزي دورې له درسونو څخه د فرارغت سندونه ترلاسه کړل.
په دغه غونډه کي، چي د ګمرکونو او عوایدو په ملي اکاډمۍ کي جوړه سوې وه، د مالیې وزارت اداري معین مفتي عبدالصمد حقاني، د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې عمومي قومندان حافظ محمد نور عبید، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لوړ پوړو چارواکو، رئیسانو او د یادي قطعې مسئولینو ګډون کړی وو.
لومړی د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې عمومي قوماندان حافظ محمد نور عبید فارغ سوو منسوبینو ته په وینا کې وویل، تاسو چي هر ځای خدمت کوئ، د اسلامي امارت تر رهبرۍ او قیادت لاندي خپله دنده ترسره او د دې سپېڅلي نظام استازیتوب کوئ. نو له خپل آمر څخه اطاعت وکړئ او له خلکو سره په ښو اخلاقو چلند وکړئ.
ورپسې د مالیې وزارت د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې د ښووني او روزني مدیر مدثر مدقق د یادي قطعې د لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندي کړل له دې وروسته فارغ سوو مجاهدینو نظامي او جنګي نندارې هم وړاندي کړې.
ورپسې د مالیې وزارت اداري معین مفتي عبدالصمد حقاني فارغانو ته د مبارکۍ او بریالیتوب هیله وکړه او وئې ویل، د نظام شتون او بقا په اقتصادي خپلواکۍ پورې تړلې ده، اقتصادي خپلواکي هغه وخت رامنځته کېږي، چي له ټولو منابعو څخه په خپلواکه توګه ګټه پورته او یوه خپلواکه بودیجه ولرو. پخوانیو حکومتونو اقتصادي خپلواکي نه درلوده او نورو هیوادونو د بودیجې په تمویل سره ئې خپلي موخي تعقیبولې. له نېکه مرغه، چي د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته ملي بودیجه له داخلي عوایدو څخه برابره سوې او تاسي په ګمرکونو او سرحدونو کي د دې اسلامي نظام استازي یاست او د مالیې وزارت له بنسټونو او په ټوله کي د اقتصادي خپلواکۍ څخه د ساتني مسؤلیت په غاړه لرئ.
په وروستیو کي فارغ سوو ساتونکو ته باورلیکونه ورکړل سول او غونډه په دعایې سره پای ته ورسېده.
د يادوني وړ ده، چي د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعه د دغه وزارت د بنسټونو د ساتني، له قاچاقو څخه د مخنيوي او په شفاف ډول د عوايدو د راټولولو دنده په غاړه لري.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS