د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست کارکوونکو ته پر عایداتو د مالیاتو قوانینو په تړاو روزنیز ورکشاپ پیل سو

admin_mof
Sat, Dec 09 2023 3:02 PM
خبر

د مالیې وزارت بشري سرچینو ریاست له لوري او د عوایدو لوی ریاست په همکارۍ د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست کارکوونکو ته پر عایداتو د مالیاتو قوانینو او اړوندو کړنلارو په تړاو شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل سو.
په دې تړاو جوړه سوې ناسته کي، چي د ګمرکونو او عوایدو په ملي اکاډمۍ کي ترسره سوه، د بشري سرچینو رئیس مولوي احمد شاه شاکر، د عوایدو عمومي ریاست حمایوي مرستیال حافظ شاه حسین حسیني او د دې ریاست یو شمېر نورو کارکوونکو ګډون کړی وو.
ښاغلي شاکر په خپله پرانیستې وینا کي وویل، چي تاسو د دغه اسلامي نظام کارکوونکي یاست او دوه مسؤلیته لرئ، چي یو ستاسو مسلکي مسؤلیت او بل هم ستاسو دیني مسؤلیت دئ. هڅه وکړئ خپل مسلکي مسؤلیت د همدې پروګرامونو د مسلکي زده کړو ترلاسه کولو له لاري لاسته راوړئ، خپله وړتیا لوړه کړئ او د هغه بست حق ادا کړئ، چي اشغال کړی مو دئ. ستاسو دیني مسؤلیت؛ دې مقدس نظام ته خدمت کول او په ریښتینې توګه د شهیدانو د ارمانونو پوره کول دي.

خبر

د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال حافظ شاه حسین حسیني وویل، چي الله تعالی ټول مخلوقات د خپل عبادت لپاره پیدا کړي دي. عبادت هم بېلابېل ډولونه لري، کار او کسب او د حلالي روزۍ پیدا کول هم په عبادتونو کي راځي. په دغه اسلامي نظام کي کار کول او د معاش ترلاسه کول، وخت پېژندنه او د مشرانو اطاعت کول هم غوره عبادات دي. که تاسو خپله وړتیا لوړه کړئ، کولای سئ حق او باطل، حلال او حرام تشخیص کړئ او خپل کارونه په ښه توګه ترسره کړئ.
ناسته د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده او درسونه ئې پیل سول.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS