د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت د شکایتونو اورېدلو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي سو

admin_mof
Thu, Dec 07 2023 11:12 AM
خبر

د ګمرکونو او عوایدو محترم معین ښاغلي ملا عبدالقاهر «ادریس» په هغه غونډه کي، چي د ګمرکونو محترم رئیس صاحب، د عوایدو لوی ریاست مرستیالانو، رئیسانو او آمرینو هم حضور درلود، ښاغلی مولوي عبدالحنان «عارف الله» د دغه معینیت د شکایتونو اورېدلو ریاست لپاره د نوي رئیس په توګه معرفی کړ.
د ګمرکونو او عوایدو محترم معین ښاغلي ملا عبدالقاهر «ادریس» چي دغه پېژند ناستي ته ئې وینا کوله وویل: «د مشرانو له خوا چي کوم مسؤلیتونه موږ او تاسو ته را سپارل کېږي، موږ مکلف یو، چي دغه مسؤلیتونه په ښه توګه اجرأ او خلکو ته ځواب ویونکي و اوسو.»
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چي شته نظام د ولس په همکارۍ منځته راغلی دئ؛ نو موږ او تاسو ته لازمه ده، چي اوس د همدې ولس قدر او ښه خدمت وکړو او له ټولو ئې وغوښتل، چي له ولس سره نیک چلند وکړي.
د یادوني وړ ده، چي د دغه ریاست پخوانی رئیس مولوي عبیدالله «ابو احمد» د مالیې وزارت د مقام د فتر رئیس په توګه ګومارل سوی دئ.
 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS