د مالیې وزارت یوه ۱۳ کسیز پلاوي د مالي چارو د هر اړخیزي ارزوني په موخه یو شمېر ولایتونو ته سفر وکړ

admin_mof
Tue, Dec 05 2023 12:40 PM
خبر

د خزاینو لوی ریاست یوه (۱۳) کسیز تخنیکي پلاوي، چي مشري ئې د افغانستان د مالي مدیریت معلوماتي سیسټم (افمیس) رئیس ستارالدین معتصم او د محاسباتو رئیس محب الله صاحبزاده کوله، د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کي دا ځل کندهار، زابل او روزګان ولایتونو د مستوفیتونو د مالي آمریتونو او د ادارو د مالي چارو څخه له نږدې کتني او ارزوني، د کارکوونکو د روزني، د بې ځایه لګښتونو د کنټرول او بيروکراسۍ ختمولو، د مستوفیتونو او ولایتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړي کولو، په اداري چارو کي د روڼتیا رامنځته کولو، د اوږدو پروسو لنډولو، دقیق او پر وخت د حساب ورکولو، د نوي نقدي او جنسي محاسبې د تعلیماتنامې اړوند نظریاتو راټولولو او نورو اړینو مواردو په موخه یادو ولایتونو ته سفر وکړ.
د هغو ناستو په لړ کي، چي په یادو ولایتونو کي ترسره سوې، لومړی د يادو ولايتونو مستوفيانو په ترتیب سره مولوي عبدالرب حنیف نصری، الحاج ملا حکمت الله اخوند او مولوي عتیق الله خالد راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چي موږ له ډېري مودې راهیسي د داسي تخنیکي او مسلکي پلاوي په تمه وو، ترڅو د دوی له لاري وکولای سو د مستوفیت هغه برخي، چي ستونزي لري حل او اصلاح کړو.
وروسته د یاد پلاوي رئیسانو د مستوفیت د مالي آمریتونو کارکوونکو ته هدایت ورکړ، چي یاد فرصتونه دي غنیمت وشمېري او په مالي او حسابي برخه کي له دغه تخنیکي، مسلکي او عملي پرزينټېشنونو او لارښودونو څخه، چي د پلاوي له لوري وړاندي کېږي اعظمي ګټه پورته کړي او د شرعي قوانینو او مقرراتو په رڼا کي په لګښتونو کي د سپما او له بیت مال څخه د ساتني په برخه کي د مالیې وزارت متحد المالونو او هدایاتو باندي جدي اقدامات وکړي.
له هغه وروسته د یادو ولایتونو د مستوفیتونو د محاسبې لویو مدیرانو د مالي چارو د ټولو روانو پروسو په اړه پریزينټېشن وړاندي کړ، چي نیمګړتیاوي او ستونزي ئې د پلاوي له خوا په ګوته سوې. ورپسې د یاد پلاوي د هري څانګي مسئول د خپلو کارونو په اړه پریزينټېشن وړاندي او د ګډونوالو پوښتنو ته ئې ځوابونه ورکړل. د مالیې وزارت تخنیکي کارکوونکو د مستوفیتونو مالي آمریت اړوند ټولو څانګو څخه بیاکتنه وکړه او په هره برخه کي ئې د کار په جریان کي هغوی ته روزنه ورکړه او هغه ستونزي او نیمګړتیاوي ئې له نږدې څخه حل کړې، چي مالي آمریت ورسره مخ وو. همدارنګه د هیواد په کچه لویي ننګوني او ستونزي ئې هم له ځان سره یادداښت کړې، ترڅو د اطلاع رسوني او اړینو پرېکړو په موخه ئې مرکز سره شریکي کړي.
همدارنګه د محاسباتو رئیس یو پرزينټېشن، چي محتوا ئې د مالیې وزارت او د خزاینو لوی ریاست عمده دندي او مسئولیتونه، په ولایتونو کي د مستوفیتونو ارزښت او موقف، په (۱۴۰۱ل) کال کي د ولایتونو لګښتونه او عواید او ضروري او غیر ضروري لګښتونو ول، ګډونوالو ته وړاندي کړ. وروسته د ادارو د رئیسانو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونه ورکړل سول او ورته و ئې وویل، چي د دوی غوښتني به د اجراآتو په موخه له چارواکو سره شریکي سي.

خبر

د دولتي ادارو له رئیسانو سره له ګډو ناستو وروسته د ذکر سوو موخو د پلي کولو او د هغوی د ستونزو اورېدو په موخه د مالي او اداري آمرینو سره هم ناستي ترسره سوې، چي په دې برخه کي ګڼ شمېر پوښتني د ګډونوالو له لوري مطرح سوې، چي د یاد پلاوي له خوا قانع کوونکي ځوابونه او اړیني سپارښتني ورته وړاندي سوې او په پای کي دغه ناستي د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېدې.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS