د ولایتي ګمرکونو د بررسۍ، تعرفې او بیي ایښودني برخو یو شمېر کارکوونکو ته ۲۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل سو

admin_mof
Thu, Nov 30 2023 7:19 PM
خبر

د ولایتي ګمرکونو د بررسۍ، تعرفې او بیي ایښودني برخو یو شمېر کارکوونکو ته (۲۵) ورځنی روزنیز ورکشاپ د ګمرکونو او عوایدو په ملي اکاډمۍ کي پیل سو.
د دې روزنیز ورکشاپ په پرانيستغونډه کي، چي د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي الحاج مفتي عبدالمتین سعید او د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د وړتیا لوړلو امر ګډون کړی وو، په پیل کي د ګمرکونو لوی رئیس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د ولایتي ګمرکونو د یادو برخو کارکوونکو ته ئې په صادقانه ډول د ور سپارل سویو دندو تر سره کولو، د کارکوونکو تر منځ د پوره همغږۍ، سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو او یو شمېر نورو برخو کي لازمي سپارښتني وکړې. نوموړي؛ د یاد ورکشاپ ګډونوالو ته وویل، چي له دې روزنیز ورکشاپ څخه پوره ګټه واخلي او زده کړل سوي موضوعات له خپلو همکارانو سره هم شریک کړي.
د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د وړتیا لوړلو آمر د دا ډول روزنیزو ورکشاپونو د جوړېدو او د کارکوونکو د وړتیا لوړولو په ارزښت هر اړخیزي خبري وکړې.

خبر

د یادوني وړ ده، چي په دې روزنیز ورکشاپ کي به د ولایتي ګمرکونو د بررسۍ، تعرفې او بیي ایښودني برخو کارکوونکو ته په اړوندو برخو کي عملي او نظري روزنه ورکړل سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS