د اندخوی، خوست او ننګرهار د ګمرکونو لپاره نوي سرپرست رئیسان معرفي سول

admin_mof
Tue, Nov 21 2023 11:54 AM
خبر

د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ ښاغلی خلیل الرحمن مصطفی د اندخوی ګمرک د نوي سرپرست رئیس، ښاغلی محمد خالد منظور احمد د ننګرهار ګمرک د سرپرست رئیس په توګه او ښاغلی ملا عبدالهادي ابرار د خوست ولایت ګمرک د سرپرست رئیس په توګه د یادو ګمرکونو کارکوونکو ته ور وپېژندل سول.
نوي معرفي سوي کسان په اړوندو او نورو کاري برخو کي بشپړي تجربې لري. ښاغلی خلیل الرحمن مصطفی له دې وړاندي د ننګرهار، پکتیا او سپین بولدک په ګمرکونو کي د معاون په توګه دندي تر سره کړي، ښاغلي محمد خالد منظور احمد تر دې مخکي د خوست ګمرک د رئیس په توګه او ښاغلي ملا عبدالهادي ابرار له دې وړاندي د ننګرهار ګمرک د رئیس په توګه دنده تر سره کړې ده.
د مالیې وزارت رهبري هڅه کوي، چي د مسؤلو اشخاصو په تغییر او تبدیل سره د دوی تجربې له یوه بل سره شریکي کړي او د چارو د لا پرمختګ لپاره ورڅخه ګټه واخلي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS