د خزاینو لوی ریاست پلاوي، بلخ، جوزجان او سمنګان ولایتونو ته سفر وکړ

admin_mof
Tue, Oct 17 2023 2:33 PM
خبر

د افغانستان د مالي مدیریت معلوماتي سیسټم (افمیس) رئیس ستارالدین معتصم او د محاسباتو رئیس محب الله صاحبزاده په مشرۍ د مالیې وزارت د خراینو لوی ریاست) ۱۲(کسیز تخنیکي پلاوي، بلخ، جوزجان او سمنګان ولایتونو ته سفر وکړ او د ولایتي ادارو د مالي چارو ارزونه ئې وکړه.
دغه پلاوي د یادو ولایتونو د مستوفیتونو په ګډون، د ټولو ولایتي ادارو د مالي مسؤلینو سره د لګښتونو د اجراء په برخه کي د ستونزو د حل په موخه لیدني وکړې، تر څو ولایتي اداري وکولای سي، پر وخت او دقیقه توګه خپل لګښتونه اجراء کړي.

خبر

یاد پلاوي د بې ځایه لګښتونو د مخنیوي، د بیروکراسۍ ختمولو، د مستوفیتونو او ولایتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړي کولو، په اداري کړنو کي د روڼتیا او ښه والي راوستلو، د اوږدو پروسو لنډولو، د دقیق او پر وخت حساب ورکولو او نورو اړوند موضوعاتو په تړاو له مسئولینو سره سلا مشورې وکړې.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS