د کابل ګمرک، په ګمرکي طی مراحلو کي اسانتیاوي رامنځته سوي دي

admin_mof
Sun, Aug 27 2023 1:28 PM
خبر

د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ د هدایت له مخي د کابل ګمرک په ګمرکي طی مراحلو کي د پخوا په پرتله ډيري اسانتیاوي رامنځته سوي دي.
مخکي تر دې به سوداګریزو شرکتونو کابل ګمرک ته د خپلو محمولو د داخلېدو لپاره د ګمرک ریاست ته عریضه کوله، چي طی مراحلو ئې زیات وخت ته اړتیا درلوده؛ خو اوس مهال د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ د هدایت له مخي سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د عریضې دغه پروسه له منځه یووړل سوه.
د دې ترڅنګ دا چي د هیواد تازه مېوې او سبزي هم په کابل ګمرک کي طی مراحلېږي، د یادو توکو له خرابوالي څخه د مخنیوي او مارکیټونو ته په خپل وخت د رسېدو لپاره د کابل ګمرک کاري موده تر (شپږ نیمو بجو) اوږده سوې او د یادو توکو د چټک طی مراحلو لپاره د بررسۍ او مرستندوی مېز برخي، دوه دوه یوزرونه هم زیات سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی ریاست په دې هڅه کي دئ، چي د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د سوداګرو لپاره لازمي اسانتیاوي برابري کړي او په دې برخه کي د دوی ټولي اصولي غوښتني ومني.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS