د مالیې وزارت مالي معین د اطلاعاتو او کلتور وزارت له نشراتي معین سره وکتل

admin_mof
Tue, Jul 11 2023 3:20 PM
خبر

د مالیې وزارت مالي معین محترم (حاجي عبدالقدیر احمد) د اطلاعاتو او کلتور وزارت له نشراتي معین، ښاغلي (مهاجر فراهي) سره وکتل.
په دې لېدنه کي، چي د مالیې وزارت د بودیجې او خزاینو لویو ریاستونو رئیسانو، د باختر دولتي آژانس رئیس، پر رسنیو د څار رئیس او د دولتي ورځپاڼو رئیس هم ګډون درلود، په پیل کي د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین د یاد وزارت ملي، فرهنګي او اطلاعاتي ارزښت روښانه کړ او تر څنګ ئې په مالي برخه کي د یو لړ شته ستونزو یادونه وکړه.
ښاغلي فراهي د مالیې وزارت څخه د لګښتونو په اجراء کي د اړیني همکارۍ غوښتونکی سو او زیاته ئې کړه، چي د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ځینو مهمو نشراتي برخو کي د ضروري او مهمو وسایلو د ترلاسه کولو لپاره له مالي اړخه له ځنډ سره مخامخ کېږي، چي په دې برخه کي اړتیا ته په کتو د مالیې وزارت له لوري د استثنایي اجراآتو همکاري اړینه ده.

خبر

د مالیې وزارت مالي معین محترم حاجي عبدالقدیر احمد وویل، چي مالیې وزارت د ټولو وزارتونو اساسي اړتیاوو ته پوره پاملرنه کوي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته هم په یاده موضوع کي د پوره همکارۍ او اړینو اجراآتو د ترسره کولو بشپړ ډاډ ورکوو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS