د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست مشرتابه د هيواد د بېلابېلو خونو له مسئولینو سره وکتل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج شېر محمد مشفق، د عملیاتي مرستیال معراج محمد معراج، تخنیکي مرستیال عبدالولي نوري، د حقوقي خدمتونو رئیس ندا محمد صدیقي، د مالیه ورکوونکو د خدمتونو رئیس عبدالقیوم نصیر، د بررسۍ رئیس انجنیر خان محمد ذاکر، د ولایتي عوایدو د انسجام او پراختیا ریاست سرپرست او اداري آمر نقیب الله آزاد او د عوایدو عمومي ریاست یو شمېر آمرینو په حضور کي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني، کانونو او صنایعو، کرني او مالدرۍ، او کسبګرو خوني له مسئولینو سره د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي ولیدل.
په دې غونډه کي د متشبثینو لپاره د مالیاتي اسانتیاوو د برابرولو د وړاندیز له مخي د امیرالمؤمنین (حفظ الله) د حکم اړوند موضوعاتو په اړه معلومات وړاندي سول او د عالي مقام د حکم د تحقق او د مالیاتي بررسۍ پلي کولو پړاو د څرنګوالي په موخه د مالیې وازرت او یادو خونو ترمنځ د تخنیکي کمېټې د رامنځته کولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وسوه.
د یادو خونو غړو د اسلامي امارت د رهبرۍ له مهربانۍ څخه مننه وکړه او د متشبثینو لپاره ئې د دغو اسانتیاوو رامنځ ته کېدل د هیواد په تاریخ کي یو بې ساری ګام وباله او د رضایت ترڅنګ ئې د هغوی منلو ته ځانونه مکلف وګڼل.
