د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره سوه

admin_mof
Thu, Apr 13 2023 1:07 PM

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کي ترسره او له اجنډا سره سم پر ټاکل سوو موضوعاتو بحث وسو.
په غونډه کي تر هراړخیز بحث وروسته پرېکړه وسوه چي د فراه ولایت د بخش آباد او نیمروز ولایت د کمال خان بندونو د پاتي چارو د بشپړولو په موخه دي اړوند وزارتونه او ادارې د بودیجې له توشيح وروسته خپلي چاري ګړندۍ کړي. د اقتصادي کمېسیون په یاده نوبتي غونډه کي د عایداتي منابعو د فعالولو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان د تطبیق اړوند د مالیې وزارت لخوا وړاندي سوی راپور او مربوطه وړاندیزونه تائید او پرېکړه وسوه، چي د مشرتابه عالي مقام سره دې شریک کړل سي.
همدا راز اقتصادي معاونیت او مالیې وزارت ته دنده وسپارل سوه چي په ګډه د عایداتي منابعو د فعالولو لپاره لا نور کار هم وکړي او ټولو وزارتونو او ادارو ته سپارښتنه وسوه چي د عایداتي منابعو د غښتلتیا په موخه خپلې پالیسۍ غني او له اقتصادي معاونیت سره ئې شریکي کړي. په ناسته کي د خوړو او درملو ملي ادارې په مشرۍ استخباراتو لوی ریاست، د صنعت او سوداګرۍ، مالیې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له وزارتونو څخه جوړې سوې کمېټې ته دنده وسپارل سوه چي افغانستان ته د غیر قانوني او بې کیفیته خوړو او درملو د تورید او بیلټۍ د مخنیوي په موخه یوه جامع کړنلاره جوړه او د تایید لپاره ئې په عاجله توګه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.
د اقتصادي کمېسیون له همدې پرېکړې وروسته د خوړو او درملو ټول شرکتونه او سوداګر مکلف وبلل سول، چي د یوې نیمي میاشتي په موده کي خپل ټول واردات د خوړو او درملو ادارې له اصولو سره برابر کړي، که له ټاکلي نېټې وروسته هم هغوی د ناسمو موادو له واردولو ډډه ونه کړي، له قانوني چلند سره به مخ کيږي. همدا شان په غونډه کي د جوزجان ولایت قوش ‌تېپې او د رزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسولو په موخه د افغانستان برېښنا شرکت په مشرۍ جوړي سوې تخنیکي کمېټې ته دنده وسپارل سوه، څو یادي سیمي ته سفر وکړي او دغو ولسوالیو ته د برېښنا رسولو موضوع له نږدې و ارزوي او خپل راپور د وروستي تصمیم لپاره اقتصادي کمېسیون ته وړاندي کړي.
د غونډې په پای کي د کابل ښاروالۍ لخوا د بهزاد سینما اړوند سیمي، د بهزاد سینما مقابل سیمي او په درېیم مکروریانو کي د قاضي پلازا شاته د ځمکو د عامه او خصوصي مشارکتي طرحو قراردادونه د آزادي داوطلبۍ له لاري د وړاندي سویو پروپوزلونو په شرایطو سره، تائید سول.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS