د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د ماليه ورکوونکو د خدمتونو رياست د نوي بانکي حساب خبرتیا

admin_mof
اطلاعیه

ټولو قدرمنو حقيقي او حقوقي اشخاصو ته په درنښت سره خبر ورکول کېږي چي د ماليې وزارت محترم مقام د لزوم ديد پر بنسټ د عوايدو لوی رياست اړوند د لويو او منځنيو ماليه ورکوونکو رياستونه د "ماليه ورکوونکو د خدمتونو رياست" )ریاست خدمات مالیه دهندگان( تر نامه لاندي د يوه رياست په چوکاټ کي مدغم او د کابل ښار د محمود خان پله ته څېرمه د ملي بس تصدۍ په انگړ کي واقع او فعاليت ترسره کوي.

د تېرو کلونو په څېر دغه رياست تېر کال "د افغانستان بانک" کي پنځه جدا بانکي حسابونه درلودل چي ماليه ورکوونکو به خپل مالياتي مکلفيتونه همدې حسابونو ته تاديه کول. اوس د ۱۴۰۲ مالي کال په پيل کي د چارو د پاشلتيا د مخنيوي په موخه ټول پخواني بانکي حسابونه بند سوي او د ماليه ورکوونکو د خدمتونو رياست د ورځنیو عوايدو د راټولولو په موخه "د افغانستان بانک" کي (۳۰۰۰۲۰۸۱۲۰۰۱۰) نوی بانکي حساب پرانیستل سوی دئ.

زموږ ماليه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی

وروستي اعلانونه

Back to announcements