د هیواد ګمرکونو د مالي کال تر پای ته رسېدو مخکي خپل عوایدي هدف بشپړ کړ

admin_mof
Wed, Mar 08 2023 11:53 AM
خبر

د مالیې وزارت له لوري د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د رامنځته سوو اسانتیاوو، پرمختیاوو، رڼو عوایدو راټولولو، تخصصي کاري ټیم او دندي ته د ژمنتیا په پایله کي ګمرکونو د مالي کال تر پای ته رسېدو مخکي خپل عوایدي هدف بشپړ کړ.

د مالیې وزارت له لوري د ګمرکونو لوی ریاست ته د (۱۴۰۱) مالي کال لپاره د (۱۰۵) میلیارډه افغانۍ عوایدو کلنی هدف ټاکل سوی و، چي د ګمرکونو لوی ریاست وکولای سول یاد هدف د روان مالي کال د کب د میاشتي په (۱۴) مه نېټه بشپړ کړي او تر (۱۰۵) میلیارډه افغانیو لوړ ګمرکي عواید ترلاسه کړي.

په داسي حال کي، چي په (۱۴۰۰) مالي کال کي ترلاسه سوي ګمرکي عواید (۶۴) میلیارډه افغانۍ او په (۱۳۹۹) مالي کال کي له ګمرکونو څخه (۷۲) میلیارډه افغانۍ عواید ترلاسه سوي وه. د اسلامي امارت له بیا حاکمیت څخه مخکي د هیواد ګمرکونو هیڅ وخت د ماليې وزارت لخوا ورکول سوی هدف نه دي پوره کړئ، دا لومړی ځل دی چي د هیواد له ګمرکونو څخه په لوړه کچه عواید را ټولېږي او آن دا چي تر خپل ټاکل سوي هدف لوړېږي.

د یادوني وړ ده، چي د روان (۱۴۰۱) مالي کال د وروستۍ میاشتي (۱۵) ورځي پاته دي او د روان مالي کال ترپایه به ګمرکي عواید  له (۱۱۰) میلیارډه افغانیو څخه  لوړ سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS